په ننګرهار کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۳:۳۳
په ننګرهار کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه تر ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په «اُوغز» کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه جاذبيي شبکه تر ترمیم او بیارغولو وروسته د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددې شبکې په فعالیدو سره د شاوخوا ۴۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د اوبو د سرچینې بیارغول، د پایپونو تمدید، د ذخیرو بیارغول او ترمیم، د نل‌بندانونو ترمیم او یو لړ نور فعالیتونه شامل وو. د اوبو رسولو دغې پروژې دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS