په ننګرهار کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۸ - ۲۰:۱۹
ننگرهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌‌الصحې  پروګرام اود یونیسف ادارې لخوا د ۳میلیونه، ۴۸۱زره او ۶۹۵ افغانیو په ارزښت ، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په نوي اړخي ډاګ کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټنې ته وسپارل شوه.

د څښلو د اوبو ددغې شبکې په جوړېدو سره، د نوي اړخي ډاګ د کلي څه باندې ۲۸۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې او ددې پروژې په ترڅ کې شاوخوا ۱۸۰۰ کاري ورځې هم رامنځته شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ارتفاعي زیرمې جوړول، د ۱۴ لمریزو تختو، ۲۶۵۵ متره اوږدې شبکې او ۹۳ نلکو نصبول شامل وو .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS