په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ۶۳۰ تنو زده کوونکو ته وړ درسي چاپیریال رامنځ ته شو

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۴:۲۴
په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ۶۳۰ تنو زده کوونکو ته وړ درسي چاپیریال رامنځ ته شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په ماکوان کلي او د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په ګرمیلي کلي کې د دوو ښوونځيو د ودانیو په جوړولو سره ۶۳۰ تنه زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو.

دا ښوونځي ۸ او ۶ ټولګي، تشنابونه، او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري چې د جوړولو په ترڅ کې یې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۵۳۲۴ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

سربیره پر یادو ښوونځيو د زابل ولایت په شملزو، ارغنداب، او نو بهار ولسوالیو کې د دريو ښوونځيو د ودانیو جوړولو کار هم پای ته نږدې دی چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ۱۰۰۰ تنه زده کونکو ته به د زده کړې وړ چاپیریال رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS