په میدان ښار کې شاوخوا ١٠٠ کورنۍ د پاکو او صحي اوبو له شتونه برخمنې شوې.

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۳
په میدان ښار کې شاوخوا ١٠٠ کورنۍ د پاکو او صحي اوبو له شتونه برخمنې شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام لوري د میدان وردګو ولایت، مرکز میدان ښار په سیاه پیتاب سیمه کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چې یونیسیف ادارې چمتو کړې وې د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه پر یو مهال د ٢٠ متره مکعبه اوبو ساتلو ظرفیت لري او د رغولو پر مهال یې ١١٢٦ کاري ورځې د سیمې اوسېدونکو ته رامنځته کړې وې ، چې شا او خوا ١٠٠ کورونو او یو باب مسجد ته یې پاکې او صحي اوبه چمتو کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS