په میدان وردګو کې د ۱.۷میلیونو افغانیو په ارزښت د یو کاریز د جوړولو او پاکولو تړون لاسلیک شو.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۴:۲
په  میدان وردګو کې د ۱.۷میلیونو افغانیو په ارزښت د یو کاریز د جوړولو او پاکولو تړون لاسلیک شو.

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په مورو سیمه کې ۱.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ٣٤٦ مترو په اوږدوالي د یوه کاریز د جوړولو او پاکولو تړون له کمال خېلو پراختیایي شورا سره د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سرپرست ریس انجنیر ریاض احمد خلیل د میدان وردګو د والي عبدالرحمن طارق په حضور کې لاسلیک کړ.

نوموړې پروژه د یو کال په موده کې به بشپړه شي، چې د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکو ته به د کار زمینې برابرې شي او ددې ترڅنګ به د یادې سیمې شاوخوا ١٥٠ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS