په میدان وردګو کې د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰ متره اوږد محافظوي دېوال جوړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري، د میدان وردګو ولایت د حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند قلعه گیرو پراختیايي شورا لخوا د څه باندې ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت د یوه محافظوي دېوال د جوړولو کار بشپړ شو. دغه دېوال ۵۰ متره اوږدوالی لري.
ددې ټولګټې پروژې په بهیر کې ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۷۸۰ کاري ورځې برابرې شوې او ۴۵ کورنۍ ترۍ ګته اخلي.
د یادونې وړ ده چې دغه دیوال ۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه د سیلابونو له خطره خوندي کړل.
