په لغمان کې د۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ متره کانال دجوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لغمان ولایت د قرغه اي ولسوالۍ په کشمونډ کلي کې د۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ متره اوبو لګولو د کانال دجوړولو کار ۹۹ سلنه پر مخ تللی دی او ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ددې کانال په جوړیدو به دسیمې داوسیدونکو ډیره کرنیزه ځمکه داوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.
