په فاریاب ولایت کې څه باندې د ۱.۴ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۰:۵۰
فاریاب

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۱.۴ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍاړوند د حاجي حبیب الله کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکه ۱۱۰۰ متره اوږدوالی، د اوبو یوه اوسپنیزه کانکریټي ارتفاعي زیرمه، ۱ څاه او ۶ نلکو لرونکې ده. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۷۰۰ کاري ورځې برابرې شوې اوله بشپړیدو وروسته به یې ۷۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS