په غور کې د ۳ کیلو متره سړک جوړولو او کریړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۳۴
په غور کې د ۳ کیلو متره سړک جوړولو او کریړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په منجوی کلي کې د ۳ کیلو متره سړک د جوړولو او کریړولو کار ۱۵ سلنه پر مخ تللی.

د دې پروژې په ترڅ کې ۴۳۶۳ کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړتیا سره به یې ۴۱۰۱ تنه سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شي.

یاده دې وي چې په دې سړک سره به د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي او کروندګر به وتوانیږي چې خپل کرنیز محصولات په لنډ وخت کې د خرڅلاو بازارونو ته ولیږدوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS