په غور کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۳:۱۲
غور

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په بیلو کلیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې او اوبه خور بیلابیلې ۱۷ پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې. د اوبو رسونو شبکې،  د څښاک د اوبو څاه ګانې ایستل، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو زیرمې جوړول، او د اوبه خور کانالونه جوړول له پلیو شویو پروژو دي ددغو پروژو تر بشپړتیا وروسته به اوس ۱۶۵۶ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS