په غور ولایت کې د ۳۷ پروژو بشپړتیا او د ۱۴۱ میلونو افغانیو په ارزښت د ۵۹ پروژو د کار پیل

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۵:۴۸
غور

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د غور ولایت د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د ۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۷ پروژې بشپړې شوې او په همدغه ولسوالۍ کې د ۱۰۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۵۹ نورو پروژو کار پیل شو.
په بشپړو شویو پروژو کې د اوبو رسونې شبکې، لمریزه بریښنا، د اوبو لګولو کانالونه، استنادي دیوالونه او د کرنیزو مځکو د خړوبولو شبکې شاملې دي، ددغو پروژو د کار په اوږدو کې ۷۹۵۴۳ کاري ورځې ایجاد شوې او د پروژو تر بشپړتیا وروسته به ۸۷۱۴ کورنۍ د هغو له ګټو برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS