په غزني کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز جوړولو پروژه بشپړه شوه

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۴:۱۸
تکمیل کار ساخت یک کاریز آبیاری به ارزش ۵ میلیون افغانی در غزنی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د غزني ولایت د مرکز په اسفنده کلي کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبه خور د یوه کاریز جوړولو پروژه بشپړه شوه.

د دې پروژې په ترڅ کې د کاریز سپرغې او کرنیزو ځمکو ته د اوبو کانال په پاخه ډول جوړ شوي دي، په دې ترڅ کې ۲۱۶۲ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او اوس به یې ۱۰۵۰۰ تنه سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شي. یاده دې وي چې دې کاریز ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې باغونه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوستل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS