په غزني کې د۱۳ ګروپونو غړیو ته د کرونا ویروس په اړه لازم معلومات ترلاسه کړل

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱:۵۹
غزنی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د ۱۳ګروپونو غړو ته په غزني ولایت کې د کرونا وایروس پر وړاندې روغتیایې سپارښتنې او په دې وبا له اخته کېدو څخه د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې شول.

یادو ګروپونو کلي په کلي کور په کور د کمپاین د لومړي پړاو په ترڅ کې د کرونا وایروس په اړه په غزني ولایت کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې چې په مکرر ډول په اوبو او صابون سره د لاسونو وینځل، د کورني وسایلو او سامان آلاتو د پاک ساتلو په موخه د عفوني ضد موادو کارول او تر ډېره بریده په ګڼې ګوڼې کې له ګرځېدا څخه ډډه کول دي، د معلوماتو په توګه ترلاسه کړل.

د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې له نویو جوړ شویو ۲۶۴ سپماګروپونو څخه ۱۸۳ ګروپونو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام له‌خوا د کوار موسسې په مرسته د کویید۱۹ وایروس په اړه پوهاوی ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS