په سرپل کې ښځينه سپما ګروپونه جوړ شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د سرپل ولایت په مرکزي ولسوالۍکې ۲۱ ښځینه سپماګروپونه جوړ کړل، چې ۲۵۱ غړي لري.
د یادونې وړ ده، چې ۵۹ سپما ګروپونو ته د قرطاسیې بشپړ بنډلونه، د سپما په موخه کتابونه او بکسونه هم د پروګرام لهخوا ورکړل شول.
