په زابل کې ۴۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۰:۴۰
په زابل کې ۴۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په شوخک کلي کې د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه ۷۵۰ متره اوږدوالی، ۲۸۰۰ واټه لمریزه بریښنا، یوه هسکه زیرمه، سل متره ژوره څاه او ۵ نلکې لري. د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۵۱۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۴۲ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS