په زابل کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د زابل ولایت د مرکز قلات اړوند په دګبرو کلي کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د یوې لمریزې شبکې کار بشپړ شو.
په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د پایپونو د نږدې (۹۰۰) متریزې شبکې غځول، د یوې کانکریټي ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د (۱۰) تخې سولرونو، نلکو او نورو اړینو سامانونو نصبول شامل وو.
د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځایي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې. او د شاوخوا (۹۰) کورنیو لپاره یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.
