په روزګان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ متره محافظتي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په عبدالقدوس طوري کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ متره محافظتي دیوال جوړولو کار ۸۰ سلنه مخکې تللی دی.
ددې پروژې په ترڅ کې ۱۶۲۸ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۷۳ کورنۍ له ګټو برخمنې شي.
د یادولو وړ ده چې د دې دیوال په جوړولو سره به ۱۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې د خلکو د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شي.
