په روزګان کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت ۳.۳ کیلومتره سړک جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د ساتنې، څارنې او بیا رغونې د وجهې پروګرام له لوري د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت ۳.۳ کیلومتره سړک جوړ او کریړ پرې واچول شو.
دا سړک چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو د جوړولو په ترڅ کې یې ۱۶۸۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۲۳۵ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې.
