په دایکنډي کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو جریان
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په دایکنډي ولایتکې د خپلو فعالیتونو د پېل راهیسې تر دې دمه وکولای شول، چې د ۱۴۱پرمختیایې شوراګانو له لارې د دې ولایت په مرکز او کېتي ولسوالۍکې ۸۵۳ سپماګروپونه جوړ کړي.
په دې سپماګروپونو چې۷۹۰ یې د مېرمنو او پاتې ۶۳ یې له نارینهو څخه تشکیل شوي، د سپما ۶۶۳ بکسونه هم ویشل شوي.
د یادونې وړ ده، چې په دایکنډي ولایت کې د پروګرام د ګټه اخیستونکو شمېر ۱۱۵۸۸تنو کلیوالو ته رسیږي. هیله ده چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو تر پایه، په دې شمېر کې د پاموړ زیاتوالی راشي.
