په خوست ولایت کې د نږدې ۹۱ میلیون افغانیو په ارزښت قیر شوی سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزیرې اغلې رنګینې حمیدي، خوست والي مهمند کټوازي او په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازو د خوست په تڼیو کې ۱۲.۹ کیلومتره سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له لوري تر اساسي جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپاره.
