په جوزجان کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۴:۵۳
جریان فعالیت‌های برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی در مرکز ولایت جوزجان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د جوزجان ولایت په شبرغان ښار‌کې تر اوسه ۱۰۱۹ سپماګروپونه جوړکړي، چې۸۱۰ یې د مېرمنو او پاتې ۲۰۹ یې د نارینه‌و دي، یادو سپماګروپونو تر اوسه پخپلو ګروپونو کې۳۴۳۲۱۰ افغانۍ سپمولي، چې دا کار د پروګرام په اړه د خلکو د باور زیاتوالی او د پیسو د سپمولو ارزښت په ګوته کوي؛ چې په کلیوالو کې د پروګرام په هلو ځلو پیدا شوی.

د یادونې وړ‌ده، چې تر ډېره بریده د شبرغان ښار نویو جوړ شویو سپماګروپونو د پروګرام د موخو، د سپما د اصولو او کتابدارۍ په برخو کې روزنې ترلاسه کړي. سربېرپردې، د پروګرام له ‌خوا یو شمېر سپماګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه هم وېشل شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS