په جوزجان ولایت کې به سږ کال د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۴:۱۰
جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت د قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د جوزجان ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د سربندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په جوزجان ولایت کې د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو او د وزارت کاري ساحې ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د جوزجان په ۱۲۱ کلیو کې به د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم لس زره خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS