په بلخ کې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو جوړول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۴۲ سپماګروپونو څخه د پور او سپما ۶ کلیوالي اتحادیې تاسیس او د دې سپماګروپونو ۲۹۰ غړو ته یې په سپماګروپونو کې د غړیتوب د زیاتېدو روزنه ورکړل شوه.
د پروګرام سیمه ییزو کارکوونکو د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د جوړولو په لړکې د چهارکنت ولسوالۍ د سپما ګروپونو له کارونو څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه او په تخنیکي برخو کې د سپماګروپونو خزانهدارانو ته یو لړ تخنیکي لارښوونې وکړلې.
د یادونې وړ ده، چې د کلیو په کچه د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د جوړولو په نتیجه کې د کلیوالو لیوالتیا د کوچنیو او منځنیو تبشثاتو د پيلولو په اړه زیاته شوېده، چې په دې توګه به کلیوالي مېرمنې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي.
