په بلخ ولایت کي د کوچیانو د ۱۳ پراختیایي پروژو د جوړولو کار پیل شو.

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۸:۳۷
په بلخ ولایت کي د کوچیانو د ۱۳ پراختیایي پروژو د جوړولو کار پیل شو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت په چمتال ولسوالی کې د کوچیانو لپاره د ۲۲ میلیونه او ۶۴۲ زره افغانیو په ارزښت د ۱۳ پراختیایي پروژو د جوړولو کار پیل شو.

پدې پروژو کې د ډ برو اوسپنې کانکریټ شوې حوضونه، د اوبو زیرمې، او سړک شامل دي او د جوړیدو کار یې د حاجي سلام کوتل، شاه محمد بای، بای خان، جمال شاه، نوآباد علی زي، عزیز خان، آله تابه، قلندر، سنګ توده، حاجي محمد اختر او حاجي سنګي، میر علم بای، کلیو د پراختیایي شورا ګانو لخوا ترسره کیږي.

ددغه پروژو د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۱۳۰۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او شاوخوا ۱۳۵۵ کورنۍ به ترینه ګته واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS