په بلخ  کې  د څه  باندې  ۴۹ میلیونه او ۸۰۰ زرو افغانیو په لګښت د  ۱۱ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۰:۱۹
Balkh

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه  باندې  د ۴۹ میلیونه او ۸۰۰ زرو افغانیو په لګښت د ۱۱ ښوونځیو د جوړولو کار  د بلخ ولایت په شورتیپه ولسوالۍ کې پیل شو. یاد ښوونځي  ۱۲، ۸ او ۶ ټولګي لري، چې له دې ډلې څخه ، ۶ ښوونځیو ته یې د نویو ودانیو جوړول او ۵ نورو ته د ملحقانو بشپړول شامل دي. د نوموړو ښوونځیو په بشپړیدو سره به  د  د دې ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې، سلګونو ماشومانو ته د زده کړو ښه چاپیرل برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS