په بغلان کې د ۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې بشپړې شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۴:۴۸
بغلان

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د ۳.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
له دې پروژو یوه یې د اوبه خور د ۲۵۰ متره کانال ایستل، او بله یې د څښاک د اوبو ۳ زیرمې دي چې پمپونه یې په لمریزه بریښنا کار کوي، د مرکزي بغلان په قرمقول او سرک پنجم کلیو کې بشپړې شوې، ددې پروژو په پلي کولو سره ۱۶۷۹ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړیدو سره یې ۵۷۸ کورنۍ د پروژو له ګټو برخمنې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS