په بغلان کې د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲.۲۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۴:۰
بغلان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارجوړونې ملي پروګرام له لوري دبغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲.۲۳ کیلومتره سړک د پخولو او اوبو وتلو د لارې د جوړولو کار پیل شو.

دا پروژه په ۴۸۲ ورځو کې تطبیقیږي، او په ترڅ کې به یې په ورځني ډول ۴۰ نه تر ۶۰ ماهر او غیر ماهر کارکوونکي پر کار بوخت وي.

د یاد سړک په جوړیدو به د سیمې د اوسیدونکو ډیری ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او کرنیز توکي به یې ژر بازار وړاندې کیږي.

باید ووایو چې دا پروژه له بنو تر پلحصاره د۲۴.۱۳ کیلومتره سړک د پروژې دویم فاز دی چې مخکې پیل شوې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS