په بغلان کې د پروګرام سپماګروپونو ته د سپما بکسونو وېش ترسره شو

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۳۳
توزیع صندوق‌های پس‌انداز به گروپ‌های پس‌انداز در بغلان

د بغلان ولایت د بغلان جدید په ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د همکارې موسسې آغا خان بنسټ په مرسته سپماګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه ووېشل.

د دې بکسونو د وېش غونډه د ښځو چارو د ریاست، د بغلان ولسوالۍ د پرمختیایې شورا رییس، د قومونو مشرانو، ځوانانو علماو او د سیمې خلکو په ګډون سره د بغلان ولایت په مرکز کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام فعالیتونه د بغلان ولایت په بغلان جدید ۵۴ پرمختیایې شوراګانو کې روان دي چې ۳۳۰ سپما ګروپونه یې جوړکړې له دې شمېر سپما ګروپونو څخه يې ۲۷۰ د مېرمنو او پاتې ۶۰ یې د نارینه‌و ګروپونه دي، یادو ګروپونو تر اوسه ۶۰۰ زره افغانۍ سپمولې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS