په بغلان ولایت کې د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو فعالیتونو په لړکې دا ځل د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ۸ ښځینه او نارینه سپما ګروپونه د ۱۰۳ غړیو په ګډون جوړ کړل.
همدا راز، په دې ښار کې یې د ۱۱ سپما ګروپونو ۱۴۸ نارینه او ښځينه غړیو ته د اسلامي بانکدارۍ، حسابدارۍ، په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، پانګونې او رهبرۍ په برخو کې روزنې ورکړې دي.
سربېره پر دې، د څارنې په موخه د ۶۹ سپما ګروپونو لیدنه وشوه او ۸ سپما ګروپونو ته د سپما کتابونه، د پيسو د سپما په موخه بکسونه او د قرطاسیې بشپړ بنډلونه هم په دې ښار کې د پروګرام لهخوا ووېشل شول.
