په بد خشان کې د څه باندې۱۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بدخشان په ولایت کې د څه باندې ۱۷ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. له دې جملې نه د شوراک پایین، بلبل دره، برلاس، سفید شاخ، رباط ګلیم، پیتاو، جیګانی چقل، خورده کان، کره پایین، کره مابین او د لگی په کلیو کې د ۱۴۸،۶۳ کیلو واټو په ظرفیت د لمریزې بریښنا یو شمیر پروژې او د کره مابین او کره بالا په کلیو کې د څښاک اوبو پروژې، د حسن بیګي په کلي کې د سړک پروژې او په ارچ خم کلي کې د کرنیزو اوبو لګولو کانالونو پروژې ځانګړې شوې وې. د نوموړو پروژو د کار په ترڅ کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۲۵۷۸ کاري ورځې را منځته شوې، چې په بشيړېدو سره یې ۹۵۷۴ کورنۍ په مستقیم ډول ترینه ګټه پورته کوي .
