په بدخشان کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۶۳ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹ متره پلن او ۱.۶۳ کیلو متره اوږد کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی.
دا پروژه به په ۲۹۳ ورځو کې پلې شي او په بشپړتیا سره به یې د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي.
