په بدخشان کې د یوه پله جوړولو سروې تر سره شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د حوضه کان پله سروې تر سره شوه چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
دا پل ۱۰ متره اوږد او ۵ متره پلن دی، د دې پله په جوړیدو سره به ۱۸ کلي یو له بل سره وتړل شي او ۲۲ زره وګړي به یې له ګټو برخمن شي.
