په بادغیس کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په ده جیني کلي کې د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره په یاد شوي کلي کې د شاوخوا ۲۵۰ کورنیو لپاره په کورونو کې د څښاک پاکې اوبه په نلونو کې برابرې شوې.
د دې پروژې په ترڅ کې د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته شوې وې.
