په بادغیس ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې او د اوبو تصفیې سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۳۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو، بالا مرغاب او قادس ولسوالیو کې د (۱۴،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او د اوبو تصفیې سیسټم د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دغو شبکو کې د (۱۳۸۸۷) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۲۴۱) شیردهنونو او (۵۲) سولر تختو نښلول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د مرکز او نوموړیو ولسوالیو (۱۰۵۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS