له افغانستان سره د نړیوال بانک له لوري ۹۷.۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته وشوه
د نړیوال بانک اداري پلاوي د افغاتستان لپاره د نړیوالې پرمختیایي ادارې ۹۷.۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړه.
دا نوې مرستندویه کڅوړه به د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت تر سیوري لاندې په افغانستان کې د وچکالۍ لومړنیو ګواښونو او ژر ځواب ورکونې( انعطاف) په چوکاټ کې له وچکالۍ او کرونا ویروس څخه د اغیزمنو شویو افغانانو لپاره د پرلپسې نغدي مرستو د برابرولو په برخه کې او په افغانستان کې د غذایي خوندیتوب لپاره ولګول شي.
په پام کې ده چې دا پروژه دبشري مرستو په برخه کې کیدونکي اقدامات او فعالیتونه ځواکمن کړي، او د افغانستان په ۷۸ ولسوالیو کې د وچکالۍ او غذایي نه خوندیتابه له امله زیانمنو شویو۲.۲ میلیونه کسانو ته وړیا نغدي مرستې او د کار فرصتونه برابر کړي.
باید ووایو په پام کې ده چې په کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې ددې پروژې په مټ د طبیعي پیښو د مدیریت سرچینو یو مرکز هم جوړ شي.
