روان د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې نږدې ۱۳۵۰۰ کورینو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۵:۳۷
آبرسانی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو( بغلان، پنجشیر، جوزجان، خوست، ننگرهار، هرات، کندهار، غور، بادغیس، پروان، تخار، کاپیسا، هلمند، دایکنډي  او  فاریاب) کې د څښاک اوبو ۶۱ پروژې پلي شوي، چې ۱۳۵۰۰ کسانو ته به د څښاک اوبه برابروي.

 په دې پروژو کې د ۱۸ اوبو رسولو شبکو جوړولو، ۱۷ د اوبو زخیرو جوړولو، ۲۷۰۰ متره د اوبو کانال جوړول، ۵۸ د ژورو او نېمه ژورو څاګانو کېندل، د درو ډیزلي اوبو رسولو شبکو سولري شبکو ته بدلول او کورنیو بېځايه شویو کورنیو ته د درو شبکو جوړولو شامل وو.

 د دې پروژو ټولیز ارزښت ۱۵۸ ميليونه افغانیو ته رسیږي، چې ۱۳۴۷۰ کورنیو ته به د څښاک اوبه برابروي.

د دې ترڅنګ یادې برنامې د بادغیس، هلمند، بامیان، غور، ننگرهار، دایکنډي، پکتیکا، کندهار او  بدخشان  په ولایتونو کې ۱۸۶ مبرزونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS