د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ پرمختیايي پروژو  هوکړه لیکونه  لاسلیک شول

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۱:۳۴
کنفرانس

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۱۴مه) د ۹ ولایتونو لپاره د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ پرمختیايي پروژو د پلي کیدا هوکړه لیکونه  له یو شمیر سیمیزو پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمې، هغې غونډې ته چې د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وویل (( دا پروژې څه باندې ۳۴۲ میلیونه افغانۍ ارزښت لري او په ۹ ولایتونو بادغیس، بلخ، کابل، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا او پروان کې پلې کیږي))
ښاغلي کریمي وویل چې، استنادي ، ګبیون ډوله او بولدري دیوالونه ، سولر پمپونه، د اوبه خور کانلونه، سربندونه او سړکونه جوړول چې کلي به د خرڅلاو له مارکیټونو سره تړي له دې پروژو دي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل چې له دې پروژو په ۳۲ پروژو کې یې خلک هم ۱۰ سلنه ونډه لري چې هغوی د دغو پروژو د مالکیت احساس وکړي او د مسولیت مننې حس یې پیاوړی شي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه (( له یادو پروژو ۶ یې د ایټالیا هیواد له لوري او یوه پروژه د هند له لوري تمویلیږي او ۶ نورې یې چې د اوبو رسونې لپاره سولر پمپونه هم په کې شامل دي د کوچیانو لپاره په پام کې نیول شوې دي))
باید ووایو چې ددې پروژو په پلي کیدا سره به ۸۳۵۸۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او نږې ۷۶ زره کلیوال وګړي به له دې پروژو ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS