د ۲۱ ولایتونو لپاره د څه باندې ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۴:۵
کنفرانس

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي له پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره د سه شنبې پر ورځ (۳۱ چنګاښ) د کلیوالي لار جوړونې په برخه کې یو شمیر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دا پروژې چې کلیوالي سړکونه او د ګاډو تیریدو پلونه په کې شامل دي څه باندې ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ارزښت لري او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لارې پلې کیږي.
ښاغلي کریمي هغې غونډې ته چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل (( دا پروژې د هیواد په ۲۱ ولایتونو غور، بامیان، بدخشان، بغلان، بلخ، پروان، پنجشیر، پکتیا، تخار،جوزجان، خوست، فاریاب، غزني، کابل، کاپیسا، کندز، کندهار، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، او هرات کې تطبیقیږي چې په پلي کیدا سره به یې ۴ میلیونه ۲۳۵ زره او ۶۲۲ کاري ورځې رامنځ ته شي))
د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر په وینا ددې پروژو په ترڅ کې به ۳۰۸ کیلو متره کلیوالي سړک د ۵۹۵ مترو په اوږدوالي ۱۲ پلونه جوړ شي چې نږدې ۶ میلیونه وګړي به ترې ګټه پورته کوي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر همدا راز وویل: (( د کومو پروژو هوکړه لیکونه چې لاسلیک شوي یو یې د هیواد په پامیر سیمه کې د ۴۸ کیلو متره سړک جوړول دي. له نیکه مرغه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له مخکې په پامیر کې له بروغیل سیمې تر بزهای ګنبد سیمې پورې ۶۰ کیلو متره سړک باندې کار پیل کړی و چې بشپړ شوی دی. او اوس د یو نوي قرارداد پر بنسټ به ۴۸ کیلو متره سړک له بزهای ګنبد سیمې څخه د چین تر پولې جوړوو. ددې سړک په جوړیدو سره به  د پامیر د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي او ګڼې اسانتیاوې به ورته رامنځ ته کړي))
دیادونې وړ ده چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي لار جوړونې پروګرام تر اوسه پورې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۷۳۱۰ کیلو متره سړک او ۹۰۱۵ متره پلونه چې ۲۸۲ پلونه کیږي جوړ او ګټې اخستنې ته سپارلي دي. او د څو کلونو په اوږدو کې یې ۶۳۲۰ کیلو متره سړک ساتنه او څارنه کړې ده. دې کارونو ۱۲.۷ میلیونه کاري ورځې رامنځ ته کړې دي او ۹.۹ میلیونه کسانو ترې نیغ په نیغه ګټه پورته کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS