د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د علماوو لپاره فقهي مجلس افتتاحیه غونډه وسوه

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست په تالار کې نن د یوې غونډې په ترڅ کې رسما د يوې مکتبې د افتتاح او د علماوو لپاره فقيه مجلس پيل شو 

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد عمومي رئیس الحاج مولوي شریف الله حقاني، د یاد وزارت د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي فضل الربي صاحب، مفتي نجیب الحق احمدي د کابل د فقهي مجالسو معاوین او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي احسان الله ابوالفیضان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د فقهې مجلس د جوړېدو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د فقهي مسائلو د هوارولو لپاره د دا ډول فقهي مجالسو ایجادول اړین وګڼل او زیاته يې کړه: مسلمانان باید په فقهي مسایلو کې اختلاف ونه کړي، شرعي او دیني مسایل د دیني علماوو سره په تفاهم او مشورې حل کړي او د دیني مسایلو زده کړه يې د ټولنې هر غړي لپاره ضروري وګڼل.

د یادونې وړ ده چې د علماوو او د وزارت کارکوونکو لپاره د فقهي مسایلو د هوارولو په موخه د محترم وزیر صاحب له خوا د دعوت او ارشاد ریاست کې یو کتابتون هم پرانیستل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS