د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو خپل شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په یاده ولسوالۍ کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ د ولس په خدمت کې یو، ځکه چې ولس تل زموږ ملاتړ کړی او زه تاسو ته پوره ډاډ درکوم چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
