د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په بغلان ولایت کې د (۳) چیک ډیمونو او بدیلو پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۱۵
111

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په بغلان ولایت کې د څه باندې (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) چیکډیمونو او بدیلو پروژو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې عملا پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بغلان ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني صاحب، د یاد ولایت د بریښنا رئیس ملا سردار ولي حمزه، د دوشي ولسوالۍ ولسوال قاري محمد یوسف عمر، د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي عبدالواحد عبیده، سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دغه چیکډیمونو  او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې چې د یادو چیکډیمونو په جوړیدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS