د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په بادغیس ولایت کې (۹) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۰:۲۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په بادغیس ولایت کې د څه باندې (٣٢)میلیونه افغانیو په لګښت په(٩) ولسوالیو کې (۹) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د (۴) چیک ډیمونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې عملا چاري پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوی، د یاد ولایت د والي مرستیال حاجي مولوي غلام محمد صاحب، د استخباراتو رئیس مولوی محمد عیسی سراج، د ولایت امنیه قومندان،  بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس قاري روزي محمد منصور، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS