د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کاپيسا ولایت کې سربندونه او کانالونه جوړیږي

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۴
۱

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کاپيسا ولايت په (۶) بيلابيلو ولسواليو  کې د څه باندې  (۱۲)  ميليونه افغانيو په لګښت سربندونه او کانالونه  جوړيږي.

چې له جملې څخه یې د یاد  ولایت په تګاب او حصه اول ولسوالیو کې د یو سربند او دوو کانالونو د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري عملا پیل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا ولایت والي قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرار، یو شمیر مسوولینو، د سیمې علماء کرامو، سپینږیرو او مخورو ګډون کړي وو.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره  شي او د دغو پروژو په بشپړيدو سره به په اړوندو برخو کې د يادو ولسواليو د ولسونو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS