د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۶:۳۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د استالف، کلکان، ده سبز او فرزه ولسوالیو په روغتیايي کلینیکونو کې د (۶۶۵۱۴۲۲) افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال حاجي مولوي شرف الدین مسلم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو شبکو کې د (۱۳۰)، (۷۰)، (۶۵) او (۱۱۰) مترو په ژوروالي د څلورو څاګانو کیندل او د پاکو اوبو د دوو اوسپني کانکریټي ذخیرو جوړول شامل دي.

 د یادو شبکو په بشپړیدو سره د نوموړو ولسوالیو (۸۳۰) کورنیو او د کلینیکونو مراجعینو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

دیادو شبکو په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت والي حاجي ملا امین الله عبید، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد یونس حنفي، د نوموړو ولسوالیو ولسوالانو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS