په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د پروان ولايت والي مفتي محمد ادريس انوري صاحب، د دغه ولايت د علماؤ د شورا رئیس مولوي عبدالولي حميد صاحب، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق صاحب، د شینواري او سالنګ ولسوالیو  مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: "زموږ هدف د هېواد په کلیوالي سیمو کې بنيادي کارونه کول او د دوامدارې پراختیا بنسټ ایښودل دي. دا پروژې به نه یوازې د عامو وګړو لپاره د کار زمینې برابرې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وده باندې هم مثبت اغېز ولري.

دغه راز وزیر صاحب زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS