د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۹:۱۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، مرکزي رئیسانو او د مؤسساتو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده  میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: دا چې مخکې د پراختیايي شوراګانو له خوا پروژې پلې کیدې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې دغه شوراګانې منحل او له دې وروسته به د کارونو د لا روڼتیا او د ستونزو د هوارولو په موخه د وزارت له لوري یو نوی میکانیزم جوړیږي ترڅو له دې لارې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د نافذه اصولو سره سم خپل کارونه مخې ته یوسو.

دغه راز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې په هېواد کې تر ټولو لومړنی کار د اوبو کنټرول، انسجام او مدیریت دی او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دا هوډ کړی څو ستاسو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS