د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په زابل ولایت کې د یوه پایه پل د کار له جریان څخه لیدنه وکړه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۴:۰
پل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ اړوند د شیکان سیمې (دیب خانه) کلي کې د یوه پايه پل د چارو له بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه. د یاد پل یوه برخه یې چې د وروستیو سیلابونو له امله ویجاړه شوې وه د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ۸۸،۲ متر مکعب سنګ کاري، ۳۶ متر مکعب کندنکاري، ۳۱۲ متر مکعب پرکاري او ۱،۵ متر مکعب PCC چارې جریان لري. د یادونې وړ ده د یاد پل د بیارغونې لګښت ۲۶۵۶۵۰ افغانۍ کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS