د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ له علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره وکتل

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۲۱:۱۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده بدخشان ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت علماء کرامو د شورا له رئیس، د بهارک ولسوالۍ له ولسوال، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د بهارک ولسوالۍ ولسونو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او له راتګ څخه يې خوښي څرګنده کړه

په یاده لیدنه کې د بهارک ولسونو وزیر صاحب سره د خپلې سیمې ستونزې شریکې کړې.

الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د نوموړې ولسوالۍ د ولسونو ستونزې له نږدې واوریدې او ډاډ يې ورکړ چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپلو امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي انشاء الله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS