د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو له شبکې څخه نظارت ترسره کړ

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۱:۴۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو له شبکې څخه نظارت ترسره کړ.

د بادغیس ولایت د قلعه نو د اوبو رسولو شبکه یوه حیاتي پروژه ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د (۳۲۶) میلیونه افغانیو په لګښت سره پلې کیږي.

په یاده شبکه کې د (۱۲۰) کیلومترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د (۳۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې لویې ذخیرې جوړول او (۶۴۰) ګیټ والونه شامل دي.

د نوموړې پروژې په بشپړیدو سره به د یاد ښار (۶۵) زره تنه اوسیدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS