د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لومړنی وزارت دی، چې له تېرو دوو کالونو راهیسې په انلاین بڼه د تدارکاتو چارې سمبالوي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۸:۱۰
کنفرانس تدارکات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن  کریمي په  انلاین بڼه د تدارکاتي داوطلبیو د سمبالولو په کنفراس کې چې د تدارکاتو ملي ادارې په نوښت جوړ و، وویل چې دا سیسټم  به برېښنایي حکومتوالي پیاوړي کړي، روڼتیا به رامنځته کړي، ټولنیز ګډون ته لار هواروي او د دې ترڅنګ به د تدارکاتو چارې ژر او په وخت سرته رسیږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، دا سیسټم به د بیروکراسۍ مخه ونیسي او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له تېرو دوو کالونو راهیسې په انلاین بڼه د تدارکاتو چارې سمبالوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته ټولې  ادارې باید په انلاین بڼه د داوطلبیو چارې مخته یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS